کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
دهېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۰مې کاليزې په وياړ په لندن ښارکې د افغانستان د تاريخي مطالعاتو مرکز پرانيست .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د دغه شان مرکزونو پرانيستل ارزښتناک وباله او په هېوادکې د روانو سياسي حالاتو، د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د بهير او د جمهوري رياست د انتخاباتو په باب د غونډې برخه والو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ