کابل باختر د وري ۲۸ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د تاجکستان د جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین اصلف سره وکتل . د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي د فتر ویاند باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د (ایکو ) د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۲۳ غونډه کې د رباني له ګډون څخه مننه وکړه . اصلف د اقتصادي همکاریو سازمان په سيمه کې د همکاریو د کچې د لوړولو لپاره یو ستر هدف وباله او ويې ویل دغه سازمان د سیمې د باور او اجماع د جوړولولپاره ستر ظرفیت دی . د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان د سیمه یېزو نویو کارونو د جوړولو لپاره ډیر مهم وباله . رباني وویل: افغانستان د سیمې اونړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتوونکى دی . اصلف هم په افغانستان کې ثبات په سیمه کې ثبات وباله او د دواړو لورو ترمنځ د اړيکو د ډیر ژر پراخوالي غوښتنه يې وکړه . دغه راز د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د جمهوري دولت څخه وغوښتل چې په کندز کې د دغه هېواد قونسلګري پرانېزي دواړو لورو د سیاسي ، اقتصادي اړیکو،امنیتي ، له تروریزم سره د مبارزې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تاجکستان ، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د موضوعاتو په باب خبرې اترې وکړې .پای_ عطاءالله
0 1 دقیقه لوستل