سیاست

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د ترکمنستان له جمهور رييس سره وکتل

کابل باختر دکب څوارلسمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني چې ديوه هيئت په مشرۍ د يو رسمي سفر لپاره ترکمنستان ته تللى و؛ پرون يې د دغه هيوادله جمهور رييس قربانقلي بردي محمد اوف سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړوهيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د پراختيا، دترکمنستان، آذربايجان او ګرجستان له لارې د افغانستان د تور سمندرګي ترمنځ د ترانزيتي لارې د جوړولو، د ترکمنستان له لارې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ترانزيتي لارې د جوړولو، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د انرژۍ دليږدونې، دافغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته دګازو دليږدونې ( ټاپي پروژي) دکاردګړندي کولو، د طب په ګډون په بېلابېلو څانګوکې د ترکمنستان د پوهنتونونو له خوا د افغان محصلانو د منلو، د ژمنيو بشردوستانه مرستو د دوام او د افغانستان له هغو خلکو سره د ترکمنستان له لوري د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په باب  چې له دغه هيواد سره په سرحدي پوله کې استوګنه لري؛ خبرې وکړې.
په پيل کې د ترکمنستان جمهور رييس د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ته ښه راغلاست ووايه او د ده سفر يې د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا کې ارزښتناک وباله .
ده دغه راز څرګنده کړه: د دواړو دوستو او ورنو هيوادونو، ترکمنستان او د افغانستان داسلامي جمهوريت ترمنځ سياسي اړيکې په لوړه کچه کې دي او د دواړو لورو قناعت يې برابر کړى دى او داسې ښه فرصتونه شته چې له هغوڅخه په استفادې سره کولاى شو زموږ د هيوادونو ترمنځ په اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او د انرژۍ د ليږدونې په ساحوکې اړيکې لا ژورې کړو.
د دوام په ارزښت باندې په پوهيدوسره په بېلابېلو ساحوکې له خپل دغه ګاونډي هيوادسره همکاري کړي دي او په پام کې لرې چې دغه همکاري لاپسې زياتې کړو .
وروسته دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دترکمنستان دجمهور رييس سره دکتنې فرصت وستايه او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ښو هيلو پيغام يې ورته بيان کړ.
دبهرنيو چارو  وزير له خپل ترکمني سيال سره خپله پرونۍ کتنه هراړخيزه او ګټوره وبلله او څرګنده يې کړه چې له ترکمنستان سره د دوستانه اړيکو ساتنه او پياوړتيا  د افغانستان اسلامي جمهوريت ته ځانګړى ارزښت او ځاى لري اوموږ باور لرو چې ترانزيت او د انرژۍ د ليږدونې په ساحوکې د دوه اړخيزو پروژو په طرحه کولو او تطبيق سره کولاى شو د دواړو هيوادونو دګټو د پيوند ورکولو لپاره له مساعدې فضا څخه زياته استفاده وکړو.
په دې لاره کې د ترکمنستان، آذربايجان او ګرجستان له لارې د افغانستان او د تورسمندرګي ترمنځ د ترانزيتي لارې او د ترکمنستان له لارې د افغانستان  او قزاقستان ترمنځ د ترانزيتي لارې دجوړولو په باره کې خبرې ترکمنستان ته زما د سفر اصلي اجندا وه چې له نيکه مرغه په دې اړوند زموږ کتنو عملي نتيجې لرلې.
دغه راز دترکمنستان جمهور رييس د دغو ترانزيتي لارو د جوړولو دطرحې هرکلى وکړ او موافقه يې څرګنده کړه.
ده دګډوګټو د تامينولو او په سيمه کې دسوله ئيزې او امن فضا د برابرولو او دباور د پياوړتيا په لاره کې دګاونډيو هيوادونو ترمنځ په برياليتوب سره د دوه اړخيزو او څو اړخيزوپروژو تطبيق ارزښتناک وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته