سیاست

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د بوسنيا هرزيګونيا د بهرنيو چاروله وزير سره وکتل

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د ترکيې جمهوريت په انتاليا ښارکې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو  د غونډې ترڅنګ د بوسنيا هرزيګونيا د بهرنيو چارو له وزير ايګورکرناداک سره  وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په باب يې خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د بوسنيا هرزيګونيا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په شمال کې د دغه هېواد د پوځيانو د شتون او همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې هېواد به يې  د ملګرو ملتو د سازمان د ١٣٢٥ګڼه پريکړه ليک په برخه کې د بوسنيا هرزيګونياپه پوځي اکاډمۍ کې دافغانستان په نظامي بنسټونو کې د ښځينه افسرانو  د روزنې په برخه کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته