د افغانستان د بشر د حقوقوخپلواک کمېسیون : د وروستیو تروریستي پېښې يو نړیوال هيئت وڅېړي
کابل / د غبرګولي ۱۷ / باختر
د افغانستان د بشرحقوقوکمېسیون په کابل کې د وروستیو تروریستي پېښوپه اړه د یونړیوال پلاوی په همکارۍ د څېړنې غوښتنه کړې ده ، دغه کمېسیون ځېڼې دغه پېښې د هزارګانو نسل وژنه بللې ده.
د افغانستان د بشر د حقوقوخپلواک کمېسیون رییس شهرزاد اکبرویلې ده چې دغه کمېسیون په پایتخت کې د ځينو ډاراچوونکو بریدونو په څېړلوسره په دې باور دی چې د افغانستان هزاره اوسېدونکو د نسل وژنې له خطرسره مخ دي.
میرمن اکبرچې د دغه کمېسیون د ۱۹ کالیزې په مراسمو کې خبرې کولې په دې اړه د پراخو او هر اړخیزو تحقیقاتو په خاطر د یو نړیوال پلاوی د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د ملګروملتو له لوري ټاکل شوی وي. دې وویله زموږ څېړنه دا وه چې د افغانستان شیعه او هزاره ټولنه د يو نسل وژڼې په خطرکې دي او زیاتو تحقیقاتوته اړتیا لري.
دې له ملګروملتوڅخه وغوښتل چې د دغې پېښې په اړه یو پلاوی کابل ته واستوي.
پای-ع