اقتصاد

د افغانستان د بزګرانو د کوپراتيفونو، امکا، ځوانانو او ليکوالو د اتحاديو د حقوقي او قانوني اړخونو په باب د موظفې کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر دکب  شپاړلسمه :
د بزګرانو د کوپراتيفونو، امکا، ځوانانو او ليکوالو له خوا د دولتي جايدادونو د استفادې او د فعاليتونو د څرنګوالي په باب د هغوى د حقوقي او قانوني اړخونو د څيړنې په باب د کابينې د١٣٩٤ کال د لړم دمياشتې د شپږمې نيټې د ٢٨ ګڼه مصوبې د اتم بند د تحقق په باب د موظفې کميټې غونډه نن له غرمې وروسته  د جمهور رييس د مرستيال او د دغه کميتې د رييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ  جوړه شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کابينې د٢٨ ګڼه مصوبې له مخې د اقتصاد، ماليې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزيران، د ځمکې د خپلواکې اداري رييس او د پلټنې د عالي ادارې رييس موظف کړى شوي دي چې د جمهور رييس د دويم مرستيال په مشرۍ د کارکوونکو د ملي اتحاديې (امکا)، د ځوانانو د اتحاديې، د بزګرانو د کوپراتيفونو د اتحاديې او د ليکوالو د اتحاديې حقوقي او قانوني اړخونه له دولتي جايدادونو څخه د استفادې له څرنګوالي سره جوخت وڅيړي .
د جمهور رييس مرستيال او د دغې کميټې رييس په دې باب نن وويل: د کميټې  په پخوانۍ غونډه کې پريکړه وشوه چې موظف تخنيکي کميسيون دې، دکابينې  د دغې مصوبې په اړوند هراړخيزې څيړنې وکړي  .
ده له هغو اداروڅخه چې په دې کميسيون کې يې غړيتوب درلود؛ د قدردانۍ  د څرګندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې په دې برخه کې لازمې څيړنې وکړي او رپوټ يې قناعت بخښوونکي وي.
ورپسې د ځمکې د خپلواکې ادارې رييس چې د موظف تخنيکي کميسيون د مشرتوب مسووليت په غاړه لري؛ خپل کاري رپوټ غونډې ته وړاندې کړ او ويې ويل چې دوى تيرو تجربو او هغوګڼو ستونزو ته په پاملرنې سره چې په دې برخه کې شته ، لازمې څيړنې ترسره کړې دي .
موظف تخنيکي کميسيون د اتحاديو د حقوقي شخصيت د څيړنې، د هغوى د فعاليت د څرنګوالي د لنډو معلوماتو او د دغو اتحاديو د غير منقولو جايدادونو  د لست د څيړنې په دريو مواردوکې رپوټ ورکړ او د هربنسټ په باب يې خپل پيشنهادونه وړاندې کړل .
د غونډې غړو په تفصيل سره د دغه کميسيون له لوري د وړاندې شويو  پيشنهادونو په باب خبرې وکړې او وړاندې شوي پيشنهادونه يې  له حقوقي  او اصولي پلوه  وڅيړل او په اصولو کې يې  تاييد کړل .
په دې غونډه کې پريکړه وکړه چې دعدليې وزارت تر نظر لاندې موظف کميسيون دې د ټولنيزو، د ټولنې د وګړو د قانون  او د کرنيزو کوپراتيفونو د مقررې له نظره  د کابينې  د ١٣٩٤ کال  د لړم دمياشتې دشپږمې نيټې  د ٢٨ ګڼه مصوبې اتم بند  يوځل بيا وڅيړي او د دغې کميټې وروستۍ مصوبه دې برابره کړي .
په غونډه کې دغه کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې له حقوقي او قانوني څيړنې وروسته دې، د کميټې مصوبه له اړتيا وړ سندونو او مدارکو سره کابينې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته