د افغانستان د انارو او انګورو شربت بهرته صادریږي .
کابل باختردوږي ۲۹
د افغانستان د انارواو انګورو شربت بهرته صادریږي .
د باختراژانس د خبرله مخې : په لندن کې د افغانستان د تازه میوو او محصولاتو دنندارتون له بریالي پای ته رسیدو وروسته په انګلستان کې د افغانستان دسفیر په شتون انګلستان ته د هیواد د انارو او انګورو د صادرولو قرارداد د افغاني او انګلیسي شرکتونوترمنځ لاسلیک شو.
د هوایی دهلیزونوله لارې آسیایي هېوادونوته د افغانستان د وچواو تازه میوو او د طبيعي بوټوصادرات زیاد شوي دي او هیله ده چې اروپایي هیوادونوته هم صادرشي
د هیواد بڼوالو د سړو خونو د نشتوالي له امله سرټکوي ، هغه ناڅیزې سړې خونې چې جوړې شوې دي د بازارکفایت نه کوي او زیاتره میوې له منځه ځي او په ناڅیزه بیه بازارته وړاندې کېږي