ټولنه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس حامدکرزي دخواشینۍ اوډاډګیرنې پیغام

کابل – باختر د وږي د مياشتې  ٧ مه:
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس حامدکرزي دخواشینۍ اوډاډګیرنې پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره خبرشوم چې د نورستان ولایت قومي مشر حاجي عبدالحلیم د يوې پیښې له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و اناالیه راجعون
ارواښاد حاجي عبدالحلیم د خلکوخدمتګاراو قومي مشر و. یو وخت د نورستان ولایت معاون هم و. د سولې د تینګښت او تامین په چاروبوخت و. په دې لاره کې یې ډیرخدمتونه وکړل. مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او د نورستان ولایت خلکوته وړاندې کوم.
الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبرپه نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته