سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د خواشینۍ پیغام

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د ولسي جرګې د محترم رئیس عبدالروف ابراهیمي د تره د کورنۍ څلور غړي په کندز کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
د ښاغلي ابراهیمي  محترمې کورنۍ، د دوی خپلوانو، دوستانو او د کندز ولایت خلکو ته تسلیت وایم.
د الله پاک له درباره د دې ترافیکي پېښې قربانیانو  ته جنت فردوس  او ټپیانو ته شفا غواړم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته