ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني د تسلیت پیغام

کابل باختر د لړم لسمه

په ډیرې خواشینۍ سره مو اطلاع حاصله کړه چې د پښتونخوا قامي مشر او د عدم تشدد د لارې ستر مبارز افضل خان لالا په حق ورسید.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد افضل خان د یوه معتدل، مهربان او دوراندیشه سیاستوال په حیث ټول عمر د قام په خدمت بوخت و او د خلکو د حقونو او ولسواکي لپاره یې اوږده مبارزه وکړه.

افضل خان لالا په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کاوه او په دې برخه کې یې خپلې هڅې هیڅکله ونه سپمولې. ده په سپینه ږیره څو ځله افغانستان ته سفرونه وکړل چې د ولسونو تر منځ د اتحاد او اتفاق پیغام لا ډیرو خلکو ته ورسوي. دی د افغانستان د خلکو یو خواخوږی دوست و او د افغانانو په غم او خوشحالي کې یې ځان شریک احساساوه. ما په کابل کې له ده سره لیدلي وو او  د ده لیکنې مې لوستې  وې. له ارواښاد افضل خان سره مې په وروستي ځل د تیرې جمعې په ماخوستن په تلفون خبرې وکړې چې د روغتیا حال یې واخلم.

د ده مړینه لویه ضایعه ده. د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د عوامي نشنل پارټي مشرتابه، د پښتونخوا ولسونو او ټولو سوله خوښوونکو خلکو ته د ده د وفات په مناسبت تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته