ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامدکرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل – باختر د وږي د مياشتې ٢٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامدکرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره خبرشوم چې د هیواد د ملي اردو یو پخوانی افسر او د بلخ ولایت یو معزز سپین ږیری ديپلوم انجینرجنرال امیرمحمد توخي د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و اناالیه راجعون
ارواښاد ديپلوم انجینرجنرال امیر محمد توخي د هیواد په بېلابېلو اداروکې کارکړدی او د ژوند په وروستیو کلونوکې د خپلو خلکو د خیر ښیګڼې لپاره د اصلاح او مشورت په چارو بوخت و؛ کارونه یې د قدروړ او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د بلخ ولایت خلکوته  وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته