ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د تسلیت او ډاډګېرنې پیغام

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د تسلیت او ډاډګېرنې پیغام
په ډيرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د جمهوري ریاست ستر سلاکار، د هېواد سیاسي شخصیت او جهادي مشر، خالد فاروقي د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انالله واناالیه راجعون
ارواښاد خالد فاروقي خپل ټول عمر د هېواد او ټولنې په خدمت کې تیر کړ.
لکه څنګه چې د جهاد په کلونوکې د یوه ډير تکړه مجاهد په څېر را څرګند شو، دغسې یې په وروستیو شپاړلسو کلونوکې په هېواد کې د سولې، ترقۍ او ټولنې د خیر لپاره د قدر وړ هڅې وکړې.
دی چې د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې  د پکتیکا د خلکو استازی وو، نو د ولسي جرګې دغړي په توګه یې هم هېواد او ټولنې ته کار وکړ، د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د ارواښاد خالد فاروقي د مړینې په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو، د پکتیکا ولایت خلکو او ټولو وطنوالوته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هېله کوم. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته