سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء تاسیس شوه

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.
د جمهور رييس د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه فرمان کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء دې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی.
دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند  له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته