سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د معاصرو ادبیاتو نومیالی او نازکخیال شاعر او پیاوړی لیکوال محمد صدیق پسرلی د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد محمد صدیق پسرلی خپل ټول عمر مطالعې او فرهنګي هڅو ته وقف کړی و. د خپل استعداد او ادبي صلاحیت له امله یې لا په تانده ځوانی کې د یو ښه او مبتکر شاعر په توګه خپل موقف په جامعه کې تثبیت کړ. د جهاد په دوران او د مهاجرت په محیط کې یې ادبي او فرهنګي هڅې ګرندۍ شوې.
د سپیدې په نامه مجله یې چاپ کړه، د افغانستان د کلتوري ټولنې او ادبي بهیر په جوړولو کې یې د یو مخکښ مشر فرهنګي شخصیت په حیث هڅه وکړه او ډیر منظوم او منثور آثار یې ولیکل چې د افغاني فرهنګ په وده کې یې سهم ثابت دی.
د ده کارونه د قدروړ او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د هيواد شاعرانو، لیکوالانو او د کندز ولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته