کابل_باختر د تلې د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو د جمهوریت ترمنځ د ستراتیژیک او همکارۍ مشارکت د پراختیا په برخه کې ګډه اعلامیه
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د چین د خلکو جمهوریت د جمهور رئیس ژي جین پینګ په بلنه، د اروپا-آسیا د اقتصادي غونډې د پنځمې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلې ۲۳-۲۶ نیټې پورې د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چین څخه لیدنه وکړه.. د دغه سفر په ترڅ کې، جمهور رئیس ژي جین پینګ، صدراعظم لي قیانګ او د صدراعظم مرستیال وانګ یانګ د جمهور رئیس کرزي سره جلا جلا ناستې ترسره کړې. د دواړو لوریو مشرانو په یوه صمیمانه او دوستانه چاپيریال کې د دوه اړخیزو اړیکو، د ګډو ګټو په سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو تفصیلي خبرې وکړې او هوکړې ته ورسیدل.
دواړه لوري باورمن دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ معاهده چې د ۱۳۸۵ کال د غبرګولي په ۲۹ مه لاسلیک شوه او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت ترمنځ د ستراتیژیک او همکارۍ مشارکت په برخه کې ګډه اعلامیه چې د ۱۳۹۱ کال د خبرګولي په ۱۹ مه خپره شوه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخیتا کې مهم رول لوبوي. په سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو کې د ژورو او پیچلو بدلونونو په پام کې نیولو سره، دواړه هیوادونه باید د ستراتیژیک او اوږد مهاله لید په درلودلو سره د افغانستان- چین ستراتیژیک او همکارۍ مشارکت لا پراخه کړي.
1. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د ستراتیژیک او همکارۍ مشارکت پراختیا د دواړو هیوادونو د خلکو ګډ ارمانونه او بنسټیزې ګټې تر لاسه کوي. دواړه لوري په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او امنیتي برخو او نړیوالو سیمه ییزو چارو، لکه د دوه اړخیزو همکاریو د پنځو ستونو په څانګو کې د خپلې همکارۍ غښتلي کولو ته دوام ورکوي، ترڅو د چین- افغانستان د ستراتیژیک او همکارۍ مشارکت منځپانګه
پیاوړې شي.
2. دواړو لوريو د لوړې کچې پر تبادلو او د متقابل سیاسي باور په پیاوړتیا هوکړه وکړه. په څو اړخیزو غونډو کې د مشرانو ترمنځ د ناستو د برابرولو په ګډون، دواړه لوري د خپلو مشرانو ترمنځ تبادلې زیاتوي، څو وکولای شي د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعګانو په برخو کې د نظریو تبادله وکړي او ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي. دواړه لوري د دوی د حکومتونو، قانون جوړونکو او د دواړو هیوادونو د سیاسي ګوندونو ترمنځ تبادلې او همکارۍ په دې موخه لا پياوړې کوي چې دوه اړخیز تفاهم او باور زیات شي.
دواړه لوري د ملي واکمنۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د موضوعګانو او په خپله خاوره کې د بل لوري پر وړاندې د هیڅ ډول فعالیت د اجازې نه ورکولو په برخه کې د کلک ملاتړ زمه وهي. افغان لوری دا خبره بیاتازه کوي چې افغانستان د چین یواځینۍ تګلارې او دا چې د چین د خلکو جمهوري حکومت یواځینې مشروع حکومت دی چې دټول چین استازیتوب کوي، او د تائیوان، تبت، سینکیانګ او هغو نورو مهمو موضوعګانو ته ژمن دی چې د چین اساسي ګټو پورې تړاو لري. چینایي لوري د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په اړه خپله ژمنه بیاتازه کړه او د خپلو ملي شرایطو سره برابرې پرمختګ لارې په غوره کولو کې یې افغان ولس ته پر درناوي ټینګار وکړ. دواړه لوري باورمن دي چې د افغان ولس د هوډ او همداراز د سیمې او نړیوالو ملګرو په مرسته او همکارۍ سره به په نږدې راتلونکي کې افغانستان کې سوله، ټیکاو او پرمختګ راشي.
3. دواړو لوریو د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چین-افغانستان د ګډې کمیټې نه په بشپړې ګټې اخیستنې هوکړه وکړه، ترڅو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ د زیاتوالي او پراخوالي په موخه لارې چارې ومومي. دواړو لوریو د سرچینو او انرژۍ پرمختیا، زیربنایي پرمختیا او کرنې په څانګو د عملي همکاري پر پیاوړتیا هوکړه وکړه. چینایي لوری به وړتیالرونکي چینایي تشبثونه دې ته وهڅوي چې د افغانستان په رغونه او پرمختیا کې برخه واخلي. دواړو لوریو د افغانستان په خپلواک اقتصادي پرمختګ کې د عینک د مسو کان د پروژې او د آمو دریا د تیلو پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ. دواړه لوري به د دغو پروژو د اساسي پرمختګ په برخه کې ګډې هڅې کوي، ترڅو د محلي اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند له ښه والي سره مرسته وشي.
چینایي لوری په افغانستان کې د سوله ییزې بیارغونې بهیر نه خپل ملاتړ بیاتازه کوي. چین به د تل په څیر د خپلو امکاناتو په حد کې له افغانستان سره مرسته کوي. څرنګه چې هوکړه شویده، چینایي حکومت به د ۲۰۱۳ کال لپاره افغان حکومت سره د 200 میلیونو چینایي یوان په ارزښت بلاعوضه مرسته وکړي او دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د چین د خلکو جمهوري حکومت ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکارۍ په برخه کې موافقه لیک لاسلیک کړ. افغان لوري په تیرو کلونو کې د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په موخه د چین د سخاوتمندانه مرستو نه مننه وکړه.
4. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په کلتوري، ښوونیزو، روغتیایي، رسنیزو او نور څانګو کې د تبادلو او همکارۍ د زیاتوالي په موخه ډیر زیار وباسي او په بیلا بیلو بڼو به وګړنیزې تبادلې کوي څو د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ تفاهم او دوستي لا زیاته شي. دواړه لوري به د پورته ذکر شوې تبادلې او همکارۍ د ژوروالي او پراختیا لپاره غوره شرایط برابروي.
چنایي لوری د افغان لوري څخه هرکلی وکړ ترڅو د آسیا په ۱۳ فیستیوال کې چې د نوامبر په میاشت کې په کونمنګ ښار کې جوړیږي خپل کلتوري او هنري ډلې واستوي. چنایي لوری به د سوداګرۍ، پانګونې او کرنې په برخو کې د روزنې له پایلو څخه وروسته په روان کې کال کې د هایدرولیک انجنیرۍ په برخه کې د روزنې او زده کړې زمینه برابره کړي او همدارنګه نورې اسانتیاوې چې د لا زیاتو افغان ځوانانو لپاره په چین کې د زده کړې دولتي بورسونه، د چنایي ژبې زده کړې څخه ملاتړ او همدارنګه د دواړو هېوادونو پوهنتونو ترمنځ تبادله هم په بر کې نیسي، ملاتړ وکړي. دواړو لوریو د افغانستان د کابل پوهنتون او د چین شانکسي پوهنتون ترمنځ د تفاهم یادداښت له لاسلیکېدو څخه هرکلی وکړ. چنایي لوری به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو کانالونو څخه ګټه واخلي ترڅو د دودیزو درملو، ناوریني درملو او د نویو ساري او داسې نورو ناروغیو په برخو کې له افغان لوري سره عملي همکارۍ پیاوړی کړي.
5. دواړو لوریو تروریزم، افراط پالنه، بېلتون غوښتنه او سازمان شوي جرایم یې په کلکه وغندل. دواړو لوریو موافقه وکړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د چین د خلکو جمهوریت به د استرداد په اړه یوه موافقتنامه لاسلیک کړي. دواړو لوریو همداراز موافقه وکړه چې د امنیت په برخه کې د داسې فراملي ګواښونو سره د مبارزې له لارې لکه غیر قانوني مهاجرت، د وسلو او مخدره توکو غیر قانوني قاچاق پر وړاندې د مبارزې، او د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د سرحدونو مدیریت له لارې خپلو همکارۍ زیاتې کړي، او همدارنګه د غیر تعارفي امنیت په برخو لکه د ناورین څخه مخنیوی او تخفیف په برخو کې همکارۍ لا زیاتې کړي. افغان لوری له چین څخه د ( شرقي ترکستان اسلامي نهضت) پر وړاندې په مبارزه کې خپل دوامداره ملاتړ او همدارنګه په افغانستان کې د چینایي بنسټونو او خلکو د امنیت په تامینولو کې چمتووالي باندې ټینګار وکړ. چین د افغانستان دولت له هڅو څخه په افغانستان کې د امنیت او ثبات په پیاوړي کولو کې ملاتړ کوي.
6. دواړو لوریو د سیمي او نړۍ په وضعې کې پیچلو بدلونونو ته په اشارې سره دې، ټینګار وکړ چې افغانستان او چین به په سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو کې خپلې همکارۍ او همغږۍ لا زیاتې کړي. دواړو لوریو موافقه وکړه چې د ستانبول بهیر ته د سیمي په کچه د باور جوړونې او په افغانستان او ټوله نړۍ کې د سولې، ثبات او پرمختیا د پیاوړتیا په موخه، ژمن پاتې شي. افغان لوری په ۲۰۱۴ کال کې د استانبول بهیر د وزیرانو د غونډې د کوربه توب لپاره له چین څخه قدرداني وکړه. چینایي لوری د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې، تروریزم پر وړاندې مبارزې او ناورین مدیریت د باور جوړونې تدبیرونو (CBMs) کې ونډې اخیستلو باندې بیا ټینګار وکړ د دې تدبیرونو په پلي کولو کې د لا فعال رول لوبولو لپاره علاقه څرګنده کړه. دواړو لوریو موافقه وکړه چې د آسیا زړه/ استانبول بهیر د سیمه ییزو همکاریو لپاره یوه مناسبه زمینه برابروي، او د افغانستان د سولې او ثبات څخه د ملاتړ لپاره یوه بې ساری فرصت دی. دواړو لوریو د افغانستان د سولې او پخلاینې څخه په ملاتړ کې د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) د لا پیاوړي رول پر لوبولو باندې ټینګار وکړ. او همدارنګه د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ناظر غړي په توګه د لا پراخې ونډې څخه هرکلی وکړ. افغان لوری د سویلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو په سازمان (SAARC) کې د ناظر په توګه د چین له ګډون څخه هرکلی وکړ او دواړو لوریو موافقه وکړه چې د سارک په اډانه کې خپلو همکارۍ او همغږۍ لا زیاتې کړي. دواړو لوریو همدارنګه موافقه وکړه ترڅو د خپلو اړیکو او همغږیو پیاوړتیا ته د ملګرو ملتونو او نورو څو اړخیزو اډانو تر چتر لاندې، دوام ورکړي.
7. دواړو لوریو موافقه وکړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د افغانستان د خلکو بنیادي ګټې ترڅنګ لري، او د سیمي هېوادونو ګډه هیله ده. چینایي لوری د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ او چمتووالی څرګند کړ ترڅو په دې لارې کې رغوونکی رول ولوبوي. چینایي لوري د خپلو دوامدارو هڅو ژمنې باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان- چین – پاکستان له درې اړخیزو خبرو اترو او نورو میکانیزمونو څخه ملاتړ وکړي او همدارنګه د سیمې هېوادونو سره د اړیکو په ښه والي او پراختیا کې له افغانستان سره مرسته وکړي. افغان لوری د افغانستان په اړه د چینایي لوري له رغنده رول څخه هرکلی وکړ.
8. د افغانستان او چین ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو مشارکت پیاوړتیا موخه دا ده تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دودیزه ملګرتیا او همکارۍ لا پیاوړی او په سیمې او نړۍ کې سوله، ثبات او پرمختیا ته وده ورکړي.
2 7 دقیقې لوستل