د افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت دوحې ته ر وان شو
٢٧- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت مرکچي هيئت د سولې د خبرو د پيل لپاره له کابل څخه دوحې ته روان شو.
د دولت د مرکچي هيئت وياند نادر نادري په يو تيوت کې ليکلي دي دغه هيئت د دولت له مشرتابه ، د ملي روغي جوړي دعالي شورا له غړواو خلکو سره له درې اوونيو سلامشورو وروسته نن د سولې د خبرو د بيا پيلولو لپاره له کابل څخه دوحې ته روان شو.
د دولت هيئت بايد د دوشنبې په ورځ دوحې ته تللى واى خو يوشمېر ستونزې چې د مرکچي هيئت غړوهغه تخنيکي بللې ده دوحې ته د دوى سفر مخه نيولې وه.
تاکل شوې ده د افغانستان د سولې د خبرو دويم پړاو نن د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د هيئت ترمنځ بيا پيل شي .
ختم_ ج_ ا