سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا متن

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
بسم الله الرحمن  الرحيم

ګرانو هيوادوالو،خويندو او ورونو!
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته .
تيره اوونۍ د غاليو نړيوال نندارتون په آلمان کې جوړ شوى و. د نړۍ د شپيتو هيوادونو د غاليو ترمنځ چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې وې؛ د افغانستان غالۍ الحمدلله دکيفيت، هنري ظرافتونو، عالي جنسيت او د ښکلا او ښايست له پلوه نړيواله جايزه وګټله.
ددغه ستر برياليتوب له امله د هيواد ټولو غالۍ اوبدونکو، صنعت کارانو او د غاليو سوداګرو ته مبارکي وايم.
ګرانو هيوادوالو!
زموږ په هيوادکې يو ډير ښکلى او مشهور دوديز صنعت  د غاليو اوبدل دى چې له زياتې مودې راپديخوا د افغانستان د شهرت سبب شوى دى او هم زموږ خلکو ته د عايد عامل دى.
نن ورځ د غالۍ اوبدلو صنعت د هيواد د شمال او شمال لويديځو سيمو سربيره په مرکزي سيمو، کابل  او د هيواد په ځينو نورو ولايتونوکې هم پراختياموندلې ده او د هيواد په ګوټ ګوټ کې يو زيات شمېر ښځې او نارينه په غالۍ اوبدلو او دغاليو د صنعت په کار اوبار بوخت دي.
ددغه ملي صنعت په پراختيا سره، توليدات يې هم زيات شوي دي، دهيواد په دننه او په بهرنيو  هيوادونوکې زيات شمېر کسان  د افغانستان د غاليو غوښتوونکي دي؛ صادرات يې هم له يو کال  څخه تر بل کال پورې سمون مومي.
لکه څنګه چې د تيرکال په پرتله په روان کال کې د افغاني غاليو صادرات په بې سارى ډول زيات شوي دي.

ګرانوخويندو او ورونو !
زموږ د هيواد د غالۍ اوبدلو د صنعت مهم او سترخصوصيت  دا دى چې غالۍ  اوبدل له پيل څخه کورنۍ صنعت دى، په  ښارونوکې د غالي اوبدلو دکوچنيو او سترو دستګاوو په درولو او کارولوسره دغاليو صنعت خپل دغه خصوصيت ساتلى دى او په همدې حال کې صنعتي وده يې هم کړې ده.
د هيواد په ګوټ ګوټ کې زياتې کورنۍ غالۍ اوبي او په دې ترتيب دکور ښځې او ځوانې نجونې د غاليو په توليد او د کورنۍ د ژوندانه په ښه والي کې ونډه اخلي.
دغه راز د غالۍ اوبدلو صنعتي دستګاوو رواج موندلى دى چې د هيواد يو زيات شمېر ځوانان يې دکارلپاره استخدام کړي دي.
د هيواد د دغه دوديزصنعت اقتصادي او ټولنيز ارزښت ته په پاملرنې سره، حکومت دغالۍ اوبدلو د صنعت د ترقۍ او سوداګرۍ بنسټونه دې بايد د اغيزمنو او عملي پروګرامونو په جوړولو سره د دغه صنعت د زياتې پرمختيا اوښه والي، د غالۍ اوبدونکو د ژوندانه د ښه والي او د اسانتياوو د برابرولو په لاره کې د غالۍ اوبدونکو کورنيو ته د موادو د برابرولو په کار کې جدي او دايمي پاملرنه وکړي.
دغه راز د افغاني غاليو دلرغونو طرحو او ډيزاينونو په ساتنې سره د نويو طرحو او ډيزاينونو په رواجولوکې هم له غالۍ اوبدونکو سره مرسته وشي او زموږ د غاليو صنعت کاران بايدپه خپله په دې برخه کې هلې ځلې وکړي چې د نورو هيوادونو له غاليو سره په سيالۍ کې مخکښ و اوسي او لا پسې ښکلې، ښايسته او نفيس غالۍ نړۍ ته وړاندې کړي.
ګرانو هيوادوالو!
زموږ د هيواد د غاليو د صنعت او سوداګرۍ پراختيا زموږ د ټولو ملي دنده  ده چې ددغه صنعت په ترقۍ او پرمختګ کې ونډه ولرو .
دغه ونډه په تيره بيا کولى شو د خپل هيواد د غاليو د پيرودنې له لارې پرځاى کړو. يعنې د فابريکه يي غاليو پرځاى چې له بهر څخه وارديږي او د هغو فرشونو پرځاى چې  زموږ له ګاونډيو هيوادونو څخه راځي؛ زموږ هر وګړى چې دخپل کور د فرش لپاره اړتيا لرو؛ يا د هيواد ټغر، غالۍ او نور ورته توليدات وکارو. لکه څنګه چې معلومه ده زموږ د هيواد غالۍ د دوام، ښايست او جنسيت له پلوه د بهرنيوغاليو په نسبت ښې اوښکلې دي. له دې امله کله چې خپلو کورونو ته غالۍ پيرو، بايد په خپل هيوادکې توليد شوې غالۍ وپيرو او په دې ترتيب غالۍ اوبدونکوهڅوو او د خپل هيواد د دوديز صنعت  په ترقۍ پرمختياکې ونډه ولرو .
تر راتلوونکوخبرو پورې خداى په امان، خوشحاله اوسئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته