ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د پکتيا ولايت قومي مشر او مجاهد سلطان محمد د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و انااليه راجعون
ارواښادسلطان محمدله  دولتي ماموريتونو سربېره دخپلې سيمې دمجاهدينومشر او دخلکو خواخوږى و. په ملي او قومي جرګوکې يې ګډون درلود؛ خدمات يې د قدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د پکتيا ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته