کابل باختردجوزا دمياشتې ٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکـــــرزي د ډاډګيرنې
او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې ديني عالم او د ديني علومو
ښوونکى مولوي نظرمحمد د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه په
حق رسيدلى دى .
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد مولوي نظرمحمد په عربي دارلعلوم کې د زده کړې له بشپړولو وروسته
دهېواد په پوهنه کې يې په تدريس لاس پورې کړ .
دجهاد په دوران کې دهېواد له مجاهدينو سره يې کار وکړ او وروسته يې هم
دغه کار ته دوام ورکړ . مصلح او دخلکو خير غوښتوونکى شخص و، مړينه يې
يوه ضايعه ده.
د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو
او دکاپيساولايت خلکو ته وړاندې کوم او د الله (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته
دمغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوم.
0 1 دقیقه لوستل