ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام!

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې د ملي اردو يو افسر جنرال بهرام د ورپيښې  ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و انااليه راجعون .
ارواښاد جنرال بهرام د هيواد د امنيتي ځواکونو يو تګړه افسر و؛ د امنيتي قواوو په ليکوکې يې خدمات د قدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د هلمند ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته