د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست لومړي مرستيال د پاکستان له سفير سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان نن په کابل کې د پاکستان له سفير سيد ابرارحسين سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګښت په باب خبرې وکړې.
د اجراييه رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او د هيواد د بياجوړولو په لاره کې د پاکستان د همکاريو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته