ورزش

د افغانستان دکرکټ ټيم د تاجکستان پرټيم بريالى شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دافغانستان دکرکټ الف ټيم پرون په يوې پنځوس آوره سيالۍ کې دتاجکستان پرټيم  بريالى  شو .
دهيواد د کرکټ بورد د رسنيو مسوول او ويندوى فريد هوتک نن  سهار د باختر آژانس خبريال ته وويل :  په دې سيالۍ کې لومړى  دافغانستان دکرکټ الف  ټيم لوبه پيل کړه  چې د اوو لوبغاړو په سوځيدو سره يې دتاجکستان دکرکټ ملي ټيم ته  دوه سوه يو نوي منډې هدف وتاکه  چې دغه ټيم د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يوسلوڅلورپنځوس منډې ترسره کړې او لوبه يې دافغانستان په مقابل کې بايلوده .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دتاجکستان دکرکټ ملي ټيم دوه ورځې مخکې هيواد ته راغلى دى چې دجلال آباد ښار دکرکټ په ورزشي ډګر کې دافغانستان دکرکټ له الف ټيم سره دوه پنځوس اوره سيالۍ او يوه شل اوريزه سيالۍ ترسره کوي .
په دې لوبه کې دافغانستان له ټيم څخه جاويد احمدي  ديو سلو يوولسو منډو په ترسره کولو سره  د دغې لوبې ډير غوره لوبغاړي وپيژندل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته