د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام !

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٢ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام !
په ژورې خواشينۍ سره خبرشوم چې د هيواد يوسپين ږيرى شاعر او ليکوال او قومي متنفذحاجي غلام محمدموسي زي د ورپيښې  ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد حاجي غلام محمدموسي زي د پښتو  ژبې ليکوال او شاعر، په خپله سيمه کې يو با رسوخه شخصيت  او د خپلو خلکو خواخوږى و.
دده فرهنګي او اجتماعي خدمتونه د قدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو، دکابل ولايت دخلکو  او په تېره بيا دقره باغ ولسوالۍ خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي  اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته