سیاست

د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي په نامه دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمان له خوا په دې شرحه دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام کابل ته رارسيدلى دى .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي په نامه دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمان   له خوا په دې شرحه    دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام کابل  ته رارسيدلى دى .
په  ژورې خواشينۍ سره  مې د معاصر افغانستان د ستر دولتي چارواکى ، دافغانستان دجمهور رييس د  لومړي   مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې خبر ترلاسه کړ.
ارواښاد دمارشال فهيم دافغانستان د نوي تاريخ له سترو او مبارزو شخصيتونو څخه و او د هيواد اتل ملت دجهاد او مقاومت په لومړى ليکه کې  ولاړ و  .
زموږ دګاونډي  هيواد   دبيا احيا کولو په بهير کې د اروښاد دمشارکت دخپلواکۍ په جګړه کې د ده  سترې ونډې څخه لږه  نه وه  .
دتاجکستانيانو په ذهن کې هغه تل ديو ښه دوست او د دواړو هيوادونو  دخلکو د
نه شليدونکې دوستۍ په برخه پياوړى رول درلود.
دا دى چې ددغه ميړنې ياد به دهغو ټولو له زړونو او سترګوڅخه چې يې  پيژانده او له نږدې څخه پوهيدل  لرې نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته