کابل باخترآژانس د وږى ١٥
دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى نن له غرمې مخکې دايران داسلامي دجمهوريت دبهرنيو چاروله وزير ډاکتر علي اکبر صالحي سره دبهرنيو چارو په وزارت کې وکتل :
دبهرنيو چارو وزارت داطالاعاتو اوخپرونو مديريت باختر آژانس ته خبرورکړ: .
دواړو لورو په دې کتنه کې په سيالۍ ،اقتصادي ټولنيزو اوفرهنګي برخو کې د دوه اړخيزو دپراخ پيل په باب خبرې وکړې.
دايران دبهرنيو چارو وزير ديو پنځه ديرش کسيزه هيئت په مشرى دافغانستان داسلامي جمهوريت او دايران داسلامي جمهوريت ترمنځ دهمکاريو دګډ کميسيون په څلورمه عونډه کې دګدون لپاره پرون کابل ته راورسيد.
دافغانستان او ايران ترمنځ دهمکاريو دګډکميسيون څلورمه غونډه نن د دواړو هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو په ګډون په وزارت کې جوړه شوه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ