د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د جمهوري رياست د سرپرست دټاکنې په باب يو فرمان صادر کړ
کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، د يو فرمان په ترڅ کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ته واک ورکړ چې د امريکا د متحده ايالاتو له سفر څخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس تر راستنيدو پورې د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو سرپرستي وکړي .
په فرمان کې د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده .