د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دلوى څارنوالي جګپوړي هيئت دغور ولايت مرکز چغچران ښارته ورسيد

کابل باختردتلې دمياشتې ١٩ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دلوى څارنوالي جګپوړي هيئت دغور ولايت مرکز چغچران ښارته ورسيد.
د دولتي خبرځايونو دخبرله مخې: دغه هيئت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د ٤٥ګڼه فرمان دتحقق په مقصد غور ولايت ته سفرکړي دي.
دقوانينو په تطبيق باندې دڅارنې اوڅيړنې د څارنوالي لوى رييس څارنپوه احمدبيګ قادري اوملګرې هيئت يې په هغې کتنه کې چې دغورله والي سيدانور رحمتي سره يې وکړه؛ دغور ولايت ته دخپل کاري سفر هدف بيان کړ او ويې ويل چې عدلي اوقضايي مرکزونو ته دې د اداري فساد پرخلاف په مبارزه کې جدي هلې ځلې  وکړي او دغه راز له هغوى څخه يې و غوښتل چې عدلي اوقضايي ادارې دې دشفافيت په باب داسلام دمبين دين حکمونو  په رڼاکې   اود ټولنيزعدالت پربنسټ اجراات وکړي.
دغور والي سيد انور رحمتي دلوى څارنوالي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست په ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق په مقصد يې هر راز تيارى څرگندکړ.
دغور د ولايتي شورا رييس مولوي رمضان قاسمي د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان دصادريدو له امله خوښي څرگنده کړه او ددغه ولايت  له عدلي اوقضايي ارګانونو څخه يې ددغه فرمان دعملي کيدو او د اداري فساد له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته