سیاست

د افغانستان حکومت د تکافل صنعت د ملاتړ لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی

کابل / دليندې ٩مه / باختر :
د تکافل (اسلامي بیمې) صنعت د پېژندلو لومړنی کنفرانس نن په انټر کانټیننټال هوټل کې جوړ شو.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي
په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت اداري معين عبدالحبیب ځدراڼ، د عدلیې وزارت مسلکي معین محمد قاسم حلیمي، د عالمانو شورا استازي عنایت الله بلیغ، د اسلامي پراختیا بانک، د سوداګرۍ خونو، د دولتي او غیر دولتي شرکتونو استازو او د بېلابیلو دولتي ادارو استازو ګډون کړې وو.
د مالیې وزارت اداري معین عبدالحبیب ځدراڼ په پرانیسته وینا کې د اسلامي پراختیا بانک له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: د تکافل قانون د مالیې وزارت په نوښت او د اسلامي پراختیا بانک په مالي مرستې سره طرحه او تدوین شوی ده، لکه څنګه چې په هېواد کې د بیمې صنعت یوه نوی خبره ده نن د عامه پوهاوي او د پانګونې د هڅونې په موخه د اسلامي بیمې صنعت د لومړني ملي کنفرانس د جوړېدو شاهدان یو.
د مالیې وزارت اداري معین د بیمې له خصوصي او دولتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې له قوانینو سره سم د اسلامي بیمې په اجراء کولو کې مرسته وکړي چې د بیمې سکټور د هېواد په اقتصادي او ټولنیزې وده کې خپل ارزښتناکه رول ولوبوي.
د عدلیې وزارت مسلکي معين محمدقاسم حلیمي، د اسلام په رڼا کې د تکافل په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې اوويې وویل، چې تکافل په اسلام کې  جواز لري. نوموړي زیاته کړه، چې د تکافل معنی له بېوزلو سره مرسته ده.  د عدلیې وزارت مسلکي معين وویل، چې دغه وزارت به له مالیې وزارت سره په افغانستان کې د تکافل کلتور په دودولو کې مرسته کوي.
د عالمانو شورای استازي مولوي عنایت الله بلیغ، د اسلام له نظره د بېمې صنعت، د اسلامي قواعدو او اصولو په رڼا کې د بېموي خدمتونو وړاندې کولو، له دودیزې بېمې سره د اسلامي بېمې په توپیر او یو شمېر نورو ورته مسئلو په تړاو خبرې وکړي او له مالیې وزارت سره یې ژمنه وکړه، چې د اسلامي بېمې رواجولو په برخه کې به له جوماتونو پراخ تبلیغ وکړي.
همدا شان په دې کنفرانس کې د تکافل د صنعت او قانون په لنډه پېژندنه، په اسلامي مالي اقتصادي نظام کې د تکافل په دریځ، په پانګونه کې د تکافل په وده او ثبات، په افغانستان کې د تکافل تطبیقي مډل په پېژندنه، د تکافل شرکتونو لپاره د افغانستان د تکافل قانونو په اړینو ټکو او نورو اړینو مسئلو په تړاو ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د تکافل صنعت د پېژندلو، د اسلامي بېمې په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي لوړېدو، په هیواد کې د تکافل صنعت د پراختیا په موخه د دخیلو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو او همدا شان  پانګونې ته د هڅونې په موخه ترسره شو.پاى- فضل واحد
==

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته