د افغانستان حکومت خوشبينه دى چې په اندونيزيا کې د جګړې او سولې په باب څرګند بحث وشي
کابل باختردکب دمياشتې٢٣ نيټه :
ټاکل شوې ده د افغانستان ، اندونيزيا او د پاکستان د عالمانو غونډه داندونيزيا په پايتخت جاګارتا ښارکې د مارچ له ١٤ څخه تر ١٩نيټې پورې جوړه شي.
دباختر آژانس دخبرله مخې ؛ د دغې غونډې کوربه توب به اندونيزيا او ازبکستان په غاړه ولري اوپه دې غونډه کې د افغانستان حکومت استازي او عالمان ګډون کوي.
طالبانو تراوسه پورې په دې غونډه کې د خپل ګډون په باب اعلام نه دى کړى. خو دافغانستان دولت خوشبينه دى چې په دې غونډه کې د افغانستان دجګړې اوسولې په باب روښانه خبرې اترې تر سره شي او مثبته نتيجه له ځان سره ولري.
بايد وويل شي د اندونيزيا د جمهور رئيس مرستيال يوسف کارا د کابل دبهير په دويمه غونډه کې د دغې غونډې د ترسره کولو طرحه وړاندې کړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه غونډه په افغانستان کې د جګړې په پاى ته رسولو کې مرسته وکړي. پاى سعيده ذ