سیاست

د افغانستان جمهور رئیس په پاريس ښار کې تروريستي برید په کلکه وغانده

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په پاریس ښار کې د "چارلي هېبدو" د اونيزې پر دفتر تروريستي برید چي له امله يې ۱۲ تنه وژل شوي او څه ناڅه ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي، په کلکه وغانده.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئيس غني وویل: د بې دفاع او ملکي وګړو وژل یو بشپړ وحشیانه عمل دی او دغه ناوړه عمل په هېڅ ډول توجېه کېدای نه شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس، تروریزم د نړۍ او سیمې هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ وباله او پر وړاندې يې پر ګډې جدي مبارزې ټينګار وکړ.
جمهور رئيس غني، د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند، د قربانیانو کورنيو او د فرانسې خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې مراتب وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته