– کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠ :
پرون د چهار شنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د ملي امنیت شورا له ناستې څخه د مخه د لوړ پوړو دولتي مقاماتو په حضور کې د هیواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، ولس او خلکو ته د نوموړي د عالي خدمتونو له کبله د وزیر محمد اکبر خان پر عالي دولتي مډال و ویاړو.
دجمهوري رياست دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د مډال د ورکولو په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني د وینا پر مهال خوښي څرګنده کړه، چې د هیواد ریښتني بچي او داسې ملي پانګې ته د وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکوي، چې د نوموړي پر استعداد، ذکاوت او وطن دوستي باندې په ټول هیواد کې فکري اجماع موجود ده .
ښاغلي غني وویل هغه مهال چې د بن پروسه د تکمیل کیدو په درشل کې وه له هیواد څخه د باندې مې له ځینو افغاني بنسټونو سره خبرې وکړې، زیاترو هیوادوالو د افغانستان د بقا او ثبات په لاره کې د ښاغلي اتمر له ځانګړي پوهې او استعداد سره هوکړه درلوده او نوموړي ېې د هیواد د راتلونکي لپاره د وړ کادر په توګه پیژنده. ښاغلي ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې ښاغلي اتمر د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې په وزارت کې د یوه بریالي وزیر په توګه د ملي پیوستون پروګرام پر یوه واقیعت بدل کړ، د پوهنې د وزارت پر مهال یې د هیواد بچیانو ته نوی نصاب ترتیب کړ او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت مسوولیت یې هم په په خورا صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسو.
ولسمشر غني زیاته کړه " له هغې ورځې نه چې د حکومت مسوولیت زموږ پر اوږو ایښودل شوی، همداراز د ټاکنو په دوران کې او په ځانګړي توګه له اولې ورځې نه چې د ملي وحدت حکومت تشکیل شوی، اتمر صیب زما د سترګو او لاسونو حیثیت درلود"
د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د همغږۍ او تجهیز په برخه کې د ملي امنیت شورا دفتر په ځانګړي توګه د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر مدبرانه رهبري او وړتیا د قدر وړ وبلله.
نوموړي وویل له دې امله یې ښاغلي اتمر ته دملي امنیت د سلاکار دنده وړاندیز کړې وه، چې نوموړی د افغانستان شموله پراخ نظر خاوند دی او همداراز د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مناسباتو په جوړښت او ټینګښت کې د افغانستان د ملي امنیت سرتاسري اړخونه په نظر کې ونیول شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د مډال د ورکولو پر مهال وویل چې د هیواد له ولسمشر څخه د وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکول د ملي امنیت شورا دفتر د ټولو کارمندانو او د ملي دفاعي او امنتیي ځواکونو د سرتیرو او سربازانو لپاره ویاړ دی او د لسمشر له ځانګړې پاملرنې څخه یې قدرداني وکړه.
ښاغلي اتمر خوښي څرګنده کړه چې د هیواد د منتخب ولسمشر سره اوږه په اوږه د تاریخ په حساس پړاو کې د خپلو خلکو او ملت لپاره خدمت کوي.
ښاغلي اتمر د هیواد ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د نوموړي د لارښوونو او قیادت لاندې به دخپلې خاورې، خلکو او ملت خدمت په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي.
4 2 دقیقې لوستل