د افغانستان جمهور رئيس د پاکستان له صدراعظم، د ایران او د تاجکستان له جمهورو رئيسانو سره ټلیفوني خبرې وکړې
کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي تېرماښام د پاکستان له صدراعظم میا نواز شریف، د ایران له جمهور رئيس ډاکټر حسن روحاني او د تاجکستان له جمهور رئيس امام علي رحمان سره په ټلیفوني اړيکه کې د اختر مبارکي وویله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې ټليفوني خبرو کې د ګډې همکارۍ د پراختیا، د سیمه ییزو اړيکو او د ګډو ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغو ټلیفوني خبروکې د پاکستان صدراعظم او د ایران او تاجکستان جمهورو رئيسانو له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د اړيکو په ټينګښت او دوام ټینګار وکړ.#