کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د وږي په ۱۴مه، (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۵ میلیونه ډالره وپلورل.
د افغانستان بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۰.۳۹ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.