خبرونهاقتصادټولنهTOP

د افغانستان بانک څه باندې ۴۹۳ میلیونه افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول

کابل، د کب ۲مه، باختر

د افغانستان بانک وايي چې په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم له لوېدیځ زون څخه راټول شوي ۴۳۹ میلیونه او ۷۰ زره  د افغانۍ زاړه بانکنوټونه په هرات ولایت کې وسوځول.

دغه بانګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بانکنوټونه د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد آغا په مشرۍ د ګومارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول چې د (۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰) افغانۍ انواعیې په کې شاملې وې وسوځول شول.

په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد آغا په خپلو خبرو کې د افغانستان بانک د زونونو او نمایندګیو صرافانو او خزانه دارانو ته وویل چې د مندرسو بانکنوټونو د چِک، کنټرول او کره تشخیص په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

نور احمد آغا زیاته کړه چې د نوو بانکنوټونو پر چاپ ډیر لګښت راځي او له هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارَونې په برخه کې له ډیرې پاملرنې څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټونه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانکنوټونه سوځوي

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته