سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک مسئولینو، د دغه بانک د تېرو درېو کلونو مقایسوي راپور له رسنیو سره شریک کړ

کابل، د مرغومي ۶مه، باختر

د افغانستان بانک مسئولینو نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، د دغه بانک د تېرو درېو کلونو د لومړیو شپږو میاشتو مقایسوي راپور او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست  ملا هدایت الله بدري وویل: د افغانستان بانک په تېرو څه د باندې دوو کلونو کې توانېدلی دی چې د انفلاسيون نرخ کنترول کړي او په مطلوب حد کې يې وساتي.

بدري زیاته کړه: له فتحې وروسته موږ وتوانيدو چې د معقولو پولي سياستونو په پلي کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړو او اوسمهال افغانۍ په نړيواله کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او د اسعارو پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې د اسلامي  امارت په راتګ سره، د یو شمېر هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو او اقتصادي کارپوهانو وړاندوینې دا وې چې ګنې د افغانستان بانکي سکتور به له کړکېچ سره مخ شي؛ خو د افغانستان بانک چارې په ښه ډول مدیریت کړې او نه یوازې دا چې ستونزې زیاتې نه شوې؛ بلکې په دې برخه کې د پام پرمختګونه رامنځته شول.

د بدري د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان بانک د نړیوالو بندیزونو سره سره، بیا هم توانیدلی چې د افغانۍ نوي بانکنوټونه چاپ او بازار ته یې وړاندې کړي او دغه بانک د معقولو پولي سياستونو او د بازار اړتيا په پام کې نيولو سره، بازار ته ترزيق کوي او په مقابل کې يې زاړه (مندرس) بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي.

دغه راز د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر وویل: د ۱۴۰۰ مالي کال په شپږو میاشتو کې د تورم اوسط نرخ ۲.۹ سلنه وه او د ۱۴۰۱ مالي کال په نیمايي کې دغه نرخ دوه رقمي شو، خو له نیکه مرغه د ۱۴۰۲ مالي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په هېواد کې تورم بېرته کمښت وموند او اوسط نرخ یې منفي ۴.۸ سلنې ته راورسېد چې د پام وړ کمښت ښکارندوي کوي.

هغه زیاته کړه چې د روان مالي کال له پیل څخه د لړم میاشتې تر پای پورې، د تورم اوسط نرخ، منفي ۶.۷ سلنه ده؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې د تورم اوسط نرخ ۱۴.۵ سلنه وه.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ د ۱۴۰۲مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ، د ۹.۷ سلنه او روان کال د مرغومي تر ۴مې پورې دغه نرخ ۱۹.۳سلنه لوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د یاد بانک د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر احمد ظاهر ناصرزي وویل چې د افغانستان بانک د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د تبادلې څه د پاسه ۱۱۰ زره ډول ډول معاملې له بېلابېلو لارو ترلاسه کړې او د هېواد په کچه یې څه د پاسه ۱۰۰۰ جوازونه صادر کړي او همدا رنګه  ۳۸۹ نمایندګیو ته جوازونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان بانک د مسئولينو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال هېوادوال کولای شي چې په مياشت کې تر ۳۰۰۰ امریکايي ډالره او يا هم تر ۲۵۰ زره افغانيو پورې خپلې پيسې له بانکونو څخه وباسي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک له لوري تر اوسه پورې د هېواد په کچه، د افغانۍ ۵۰۳ میلیونه زاړه/مندرس بانکنوټونه راټول کړای شوي او د افغانۍ څه د پاسه ۴.۷ میلیارده زاړه بانکنوټونه د هېواد په پنځو زونونو کې سوځول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته