د افغانستان بانک شپاړس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي
![Da Afghan Bank](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/01/da-afghan-bank-720x470.png)
کابل، د سلواغې ۷مه، باختر
د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د یکشنبې په ورځ د روان کال د سلواغې په ۸مه، (۱۶) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر، ۱۶ میلیونه ډالره وپلورل.
د افغانستان بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۳.۶۰ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.