خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک سرپرست: کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بېوزلۍ کچه راټیټوي

کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر
د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې هدایت الله بدري ویلي چې د افغانستان بانک ژمن دی د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي، چې هېوادوال وکولای شي په آسانه توګه، ارزانه او غوره مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
بدري زیاته کړې چې د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره مقرره جوړه شوې ده چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولای شي، په آسانه توګه کوچني پورونه تر لاسه کړي.
د بدري په خبره، کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بېوزلۍ کچه راټیټوي او د دندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
روزا اوتونبایوا هم په خپلو خبرو کې، مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، ارزښتناک بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته