د افغانستان بانک سرپرست: په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د ترویج لپاره د خلکو همکاریو ته اړتیا ده
کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، د بانکي او مالي سکتور د ملاتړ په موخه، د هېواد په سویل ختیځ زون کې یوې غونډې ته ویلي چې په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا دودولو او پیاوړي کولو لپاره د خلکو همکاریو ته اړتیا ده.
باختر آژانس ته د افغانستان بانک د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان بانک سرپرست دغه راز په اغېزناکه توګه د پولي سیاستونو د پلي کولو، د افغانۍ دودولو، د بانکي سکتور د ملاتړ، د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د کړنو میکانیزه کولو، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او د افغانستان بانک د نورو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه د یادو سکتورونو د لا ښه والي لپاره د علماوو، متنفذینو، سوداګرو او خلکو رول مهم بللی
او له هغوی څخه یې غوښتي چې د پولي سیاستونو د اغېزناکه پلي کولو په برخه کې دې افغانستان بانک ته د همکارۍ لاس ورکړي.
سیمه ییزو مسئولینو هم په خپلو خبرو کې، د پولي سیاستونو د تطبیق په برخه کې له افغانستان بانک سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د غونډې په دوام، د بانکي سکتور د اوسني وضعیت او راتلونکي اصلاحي پروګرامونو، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي او د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شوي دي.
هېره دې نه وي چې یاده غونډه په پکتیا کې جوړه شوې وه او په کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني چارواکو او د نورو حکومتي ادارو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.