د افغانستان بانک سرپرست: په تېر یوه کال کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی دی

کابل، غبرګولي ۲۲مه، باختر
د افغانستان بانک د عالي شورا په ناسته کې، پر مالي او بانکي موضوعاتو خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، د پولي سیاستونو د اغېزمن تطبیق، د بانکوالۍ سکتور د وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو، د صرافۍ د فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.
بدري زیاته کړې چې په تېر یوه کال کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.
هغه د بانکونو د شتمنیو د وضعیت، مدیریت او نقدینګۍ د ښه والي په اړه هم خبرې کړې او یادونه یې کړې چې د اسلامي بانکوالۍ په سکټور کې د خلکو د امانتونو کچه د تېرې ربعې په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا د دغه بانک د پرېکړې کولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په کال کې څلور ناستې ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته