خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک سرپرست د اسلامي مالي خدمتونو بورډ له رئيس سره، د دغه بانک د کنګل شویو زېرمو په اړه خبرې وکړې

کابل، د چنګاښ ۱۳مه، باختر

د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، د اسلامي مالي خدمتونو بورډ د ۲۲مې کلنۍ غونډې ترڅنګ، د دغه بورډ له رئيس سره په کتنه کې؛ د افغانستان بانک د کنګل شویو زېرمو، د بانکي سکټور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

باختر آژانس ته د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په ۲۲مه کلنۍ عمومي غونډه کې چې د روان میلادي کال د جولای په لومړۍ او دویمه، په افریقايي جیبوتي هېواد کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان په ګډون د اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو رئيسانو او استازو ګډون کړی و او په کې د بورډ د تېر کال د اجراآتو او د مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړیو هېوادونو لخوا تر بحث وروسته تصویب شوي دي.

همدا رنګه، په یاده غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو پر بنسټ د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډيجیټل سازۍ اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحث شوی دی.

په ورته مهال، د غونډې ګډونوالو د با ثباته اقتصادي ودې لپاره  په مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات پر ارزښت او په دې برخه کې د مؤسساتو پر رامنځته کولو، د مالي  نظام د برېښنایي کېدو پر موثرې استفادې او د شغل په رامنځته کولو کې د هغه پر اهمیت، د مالي ټکنالوژۍ پر وړاندې د شته ګواښونو او په دې برخه کې د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو پر رامنځته کېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یوه نړیواله اسلامي مؤسسه ده چې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړيوالې مالي ادارې په کې غړیتوب لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته