کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د افغانستان بانک، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په موخه، ناسته جوړه کړه.
باختر آژانس ته د یاد بانک د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین او د افغانستان د اسلامي بانکوالۍ او علومو اکاډمۍ د معاصرو علومو د څېړنیز مرکز رئیس او د اسلامي بانکوالۍ د چارو یو شمېر کار پوهانو ګډون کړی و؛ د افغانستان بانک سرپرست ملا هدایت الله بدري د اسلامي بانکوالۍ پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي: اسلامي بانکوالي اوسمهال د نړۍ په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د ودې په درشل کې ده. دا په دې مانا چې اسلامي بانکوالي یوه اساسي اړتیا ده او د اقتصاد په وده او غوړېدا کې مهمه ونډه لري.
بدري زیاته کړې چې د افغانستان بانک د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او دودولو په برخه کې اغېزمنې هڅې کړې دي، خو د لا زیاتې پرمختیا لپاره یې د علمي بنسټونو او کلیدي وزارتونو همکارۍ ته اړتیا ده.
په ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت او علومو اکاډمۍ څخه غوښتنه شوې چې د عامه ذهنونو د روښانولو او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د ترویج په برخه کې له د افغانستان بانک سره مرسته او همکاري وکړي.
د ناستې په پای کې، د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د بانکونو د مسلکي کارکوونکو پر ظرفیت لوړولو ټینګار شوی دی.
20 1 دقیقه لوستل