د افغانستان بانک، په کابل کې د وړو تمويلونو ملي کنفرانس ترسره کړ

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د افغانستان بانک، نن په کابل کې د «وړو تمويلونو ملي کنفرانس» ترسره کړ.

د دغه کنفرانس د ترسره کولو موخه، د وړو تمویلونو لپاره د رامنځته شویو آسانتیاوو په اړه عامه پوهاوی؛ د کورنیو او بهرنیو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او په هېواد کې  د وړو تمویلونو سکتور پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو ارزونه ویل شوې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو او د کابینې یوشمېر غړیو، د ملګرو ملتوسازمان، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو مسئولینو او یوشمېر ملي پانګه والو او سوداګرو ګډون کړی و.

د کنفرانس په پیل کې، د افغانستان بانک رئيس نور احمد آغا، په هېواد کې د وړو تمویلو سکتور پر ارزښت او مقرراتي چوکاټ خبرې وکړې او ویې ویل: «واړه تمويلونه زموږ په ټولنه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره بې‌شمېره فرصتونه رامنځته کولای شي او دغه تمويلونه د هغو کسانو لپاره مهم دي چې مالي بانکي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ خو د اقتصادي فعاليتونو له لارې د خپلې کورنۍ او ټولنې ژوند ښه کول غواړي.

Ps202411137 1

هغه زیاته کړه: «د دوامداره وړو تمويلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اسلامي امارت، خصوصي سکټور او د کورنيو او بهرنيو ادارو ترمنځ هر اړخيزې همکارۍ ته اړتيا ده او دغه همکارۍ د وړو تمويلونو په سکټور کې د شته ننګونو د حل او له فرصتونو څخه د استفادې لپاره حياتي ارزښت لري».

وروسته، د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، په خپلو خبرو کې وویل: «له وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام او بېوزله خلک، بزګران او د وړو کاروبارونو څښتنان دي او د دوی لاسنیوی د اسلامي امارت او نړيوالې ټولنې ګډ هدف دی».

ملا برادر آخوند زیاته کړه: «اسلامي امارت په هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ کچې کمول، خپل مسئولیت او لومړیتوب ګڼي چې پر همدې اساس د وړو کاروبارونو د ملاتړ او د نویو کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلونو مؤسسو د څارنې او تنظیم لپاره مقرره جوړه شوې چې په تېرو شلو کلونو کې دغه کار نه و ترسره شوی».

Ps202411137 2

اقتصادي مرستیال پر نړیوالې ټولنې، تمویلوونکو ادارو او همدارنګه شتمنو افغانانو غږ وکړ چې د وړو تمویلونو  سکتور د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي.

د کنفرانس په دوام، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، د وړو تمويلونو سکتور د ودې لپاره د بهرنیو شریکانو پر نقش خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره سياست لري او هر څوک چې وغواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ اسلامي امارت د هغوی د پانګونې بشپړ ملاتړ او هرکلی کوي او اړينې آسانتياوې ورته برابروي.

Ps202411137 3

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نورالدین عزیزي هم، د موضوع اړوند خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اقتصادي ودې اړوندو پالیسیو په لرلو سره، د خصوصي سکتور د بېلابېلو تشبثاتو ملاتړ چې د هېواد د اقتصاد د ملا تير حيثيت لري، د خپلو برنامو په سر کې ځای ورکړی او د دغه وزارت له لوري خصوصي سکتور ته د لا ډېرو آسانتیاوو د برابرولو په موخه یو لړ اصلاحي برنامې هم  په پام کې نیول شوې دي.

Ps202411137 4

په ورته مهال، په افغانستان د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د نړۍ په نورو هېوادونو کې د وړو تمویلونو سکتور له لارې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او په افغانستان کې له دغه سکتور سره د ملګرو ملتو سازمان او نړیوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې د ملګرو ملتو سازمان، د اروپا اتحادیه او یو شمېر نور نړیوال بنسټونه په افغانستان کې له وړو تمویلونو سکتور څخه ملاتړ کوي او له دغه سکتور سره پر کار کولو لېوالتیا ښودلې ده.

هغې د اسلامي امارت له اړوندو ادارو او همدا رنګه ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له وړو تمویلونو سکتور څخه ملاتړ وکړي؛ څو دغه سکتور وکولای شي خپلې نمایندګۍ له مرکز څخه ولایتونو او وروسته ولسوالیو ته وغځوي.

د کنفرانس په دوام، په افغانستان کې د وړو تمویلونو سکتور د فرصتونو او ننګونو په اړه پرېزنټېشنونه وړاندې شول چې پکې د هېواد د اقتصادي ودې، د بېوزلۍ کچې د راټیټولو، د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو او بهرنیو پانګونو اهمیت ته اشاره شوې وه.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، د یو شمېر مؤسساتو پر استازو چې د وړو تمویلو په سکتور کې فعالیت کوي؛ جوازونه ووېشل شول.

هېره دې نه وي چې د وړو تمویلونو مؤسسې، د افغانستان بانک د مقرراتي چوکاټ په رڼا کې د خوندي او مناسبو مالي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د پانګه والو لپاره د ګټې زمینه برابروي او د ټولنې په اقتصادي ودې او پرمختګ کې مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته