د افغانستان او ګرجستان جمهوررئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
کابل / باختر/ دسلواغې د مياشتې ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ګرجستان جمهوررئیسې سالومه زورابیشویلي سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو جمهوررئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سولې پروسې، ټاکنو، د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې، سیمه ییز اتصال او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ګرجستاني ځواکونو د رول په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د ګرجستان جمهوررئیسې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د یاد هېواد د همکاریو په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د پرانیستې د موافقه ليک د اجرائي کېدو او له دې لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره داسانتیاو د ایجاد او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دې هېواد د ځواکونو د فعال رول قدرداني وکړه.
د ګرجستان جمهوررئیسې سالومه زورابیشویلي افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
هغې وړاندیز وکړ، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه دې د دواړو هېوادونو پلاوي یوه بل هېواد ته سفر وکړي. ده دغه راز جمهوررئیس غني ته ګرجستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
جمهوررئیس غني د ګرجستان د جمهوررئیسې د بلنې منلو څخه په مننې وویل، په مناسب فرصت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، دا مهال افغانستان په بېلابېلو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو په برخه کې د ګرجستان له تجربو استفاده کوي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د پلاویو سفرونه ګټور واقع شي.# پاى- سعيده