خبرونهسیاستاقتصادTOP

د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وشوې

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
د افغانستان بانک او د مس عینک پروژې د استخراج او پروسس شرکت د مسئولینو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو په برخه کې، د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ستونزو هوارولو په اړه خبرې شوې دي.
باختر آژانس ته د افغانستان بانک د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، ویلي چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی د خپلو عمده موخو او دندو په رڼا کې د ملي پروژو په پلي کولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د بانکي خدمتونو او بانکي معاملاتو په تړاو د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې چې مسِ عینک پروژه، د هېواد له لویو پروژو څخه ده او د دې پروژې د تطبیق په برخه کې به هر ډول بانکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
همدا رنګه، د مسِ عینک پروژې د استخراج او پروسس شرکت مسئول «لین بین تو» ویلي دي: په نږدې راتلونکي کې به د مسِ عینک پروژې عملي چارې پیل شي او زموږ شرکت ژمن دی چې د دې پروژې چارې له ځنډ او خنډه پرته، په پوره ژمنتیا سره پرمخ یوسي.
هغه دغه راز، په بانکي معاملاتو کې د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې، د افغانستان بانک د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته