د افغانستان او وينزويلا د اړيکو د پراختيا په باب خبرې وشوې

 کابل باختر دوري دمياشتې ١٨ نيټه  :
د افغانستان د بهرنيو چارو  وزير صلاح الدين  رباني  نن په  باکو کې  د ناپيلتوب غورځنګ د بهرنيو چارو  وزيرانو د اتلسمي غونډې ترڅنګ  د وينزويلا د بهرنيو چارو  له  وزير جورج  اويازا مونتسرات سره  وکتل.
په دې کتنه کې  دافغانستان دبهرنيو چارو  وزير  د ٢٠١٦  ميلادي کال  را په دې خوا  د ناپيلتوب  غورځنګ  د مشرۍ لپاره د وينزويلا  له  حکومت څخه  قدرداني وکړه  .
دغه راز دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې  د افغانستان  او وينزويلا ترمنځ  په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختيا په باب  بحث او خبرې اترې  وکړې.
پاى عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته