خبرونهاقتصاد

د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګري مخ په زياتېدو ده

کابل/ د وږي١٢مه / باختر

له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري مخ په زياتېدو ده.

هره ورځ په سوداګريزو توکو بار سلګونو لارې د  افغانستان په پولو تک راتک کوي چې زياتره يې افغانستان ته واردېږي.

په تېرو٢٤ ساعتونو کې په سلګونو سوداګريز کاروانونه د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي او برعکس له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال شوي دي.

دغه راز ويل کېږي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اور ګاډي په واسطه  د حيرتانو بندر له لارې د توکو د لېږدولو بهير مخ په زياتېدو دى.

چارواکي وايي د اسلام قلعه او ابونصر فراهي بندرونو له لارې د سوداګريزو توکو تجارت هم مخ په زياتېدو دى.

افغانستان د لوړمصرف کوونکي هېواد په توګه خپل  زياتره توکي  په ځانګړي توګه خوراکي اوساختماني توکي له نورو هېوادونو لکه پاکستان، ايران، قزاقستان او ازبکستان څخه واردوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونې مرستيال يونس مومند باختراژانس ته وويل چې ټولې لارې د وارداتو او صادراتو لپاره پرانستي دي او سوداګر کولاى شي خپل کار بېرته  له سره پيل کړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره په لويو لارو کې  دغيرقانوني پيسو اخيستل  له منځه وړل شوي  او دا د دې لامل شوي چې سوداګر د وارداتو او صادراتو لپاره لږ پيسې ورکړي. خو په افغانستان او پاکستان کې د سوداګريزو کاروانونو ورو بهير د سوداګرو لپاره يوه ننګونه پاتې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو خونه وايي چې په  دواړو خواو کې د سکينرونو د نشتوالي له امله يوازې دوه لارې موترونه چې سوداګريز توکي لېږدوي په يوه ساعت کې  له بند رڅخه تېر شي.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي هڅې روانې دي چې د افغانستان او نورو هيوادونو ترمنځ سوداګريزو ستونزو ته د حل لاره پيدا شي کړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته