کابل، د وږي ۵مه، باختر
د افغانستان بانک سرپرست نور احمد آغا، په کابل کې د قطر سفارت له مستشار مردف القاشوطي سره وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان بانک د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او قطر د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا، ظرفیت لوړونې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک سرپرست، د قطر له همکاریو مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان ښه دوست یاد کړی دی.
هغه ويلي چې د افغانستان بانک له ټولو هېوادونو او نړيوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.
په کابل کې د قطر سفارت مستشار هم، له افغانستان بانک سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او له دغه بانک سره يې د اړیکو پراختیا ارزښتناکه بللې ده.
13 1 دقیقه لوستل