فرهنګ

د افغانستان او عربي هېوادونو په آبداتو کې ورته والی تر سترګو کېږي

قاهره/ باختر د سلواغې ۱۷ مه
د هرې فرهنګي هڅې اغیز پر ټولنه او د انسانانو پر ذهنونو باندې نسبت هرې بلې پېښې ته زیات دی، ځکه فرهنګي پېښې د انسانانو د ذهنونو په بدلون کې مثبت اغېز کوي.
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معین د مصر په قاهرې ښارکې د سلطان حسن له لرغونې جومات او مدرسې څخه د کتنې پر مهال وکړې.
دغه جومات لومړی د سلطان حسن ماڼۍ وه، خو د ۱۳ کلنی په عمر کې یې دغه ماڼۍ جومات او مدرسې ته ځانګړې کړه.
د سلطان حسن جومات او مدرسه چې په ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده چې په هغې کې زده کوونکو د څلورو مذهبونو زده کړې کولې او اوس هم په هره لرګینه دروازه کې د هر یو مذهب نومونه ترسترګو کېږي .
دغه جومات چې په معمارۍ کې یې مرمر او لرګی په زیاته اندازه کارول شوي، ۳۴ متره لوړوالی لري.
د قاهرې ښار یو تن اوسیدونکي ابو الخیر احمد عیسوي د باختر اژانس خبریال نعمت الله رووفي ته وویل چې د مصر د وخت پاچا سلطان حسن ۱۰ زامن او شپږ لوڼې لرلې چې دوه زامن یې د همدغه جومات او مدرسې په یوه برخه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
  دی زیاتوي چې په دغه ښار کې ډېرو پاچاهانو حمکراني کړې، خو هیڅ یو یې هم د خپلې حکمرانۍ په وخت کې لرغوني اثار او تاریخي ابدات نه دي ویجاړ کړي، نو همدا لامل دی چې په مصر کې تاریخي آبدات په خپل حال پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې د سلطان حسن له لرغوني جومات څخه کتنه، هم د مصر په قاهرې ښار کې د جوړ شوي فستیوال یوه برخه وه چې پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین له خپل ټیم سره یوځای له هغه څخه لیدنه وکړه.
پای – وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته