کابل باختر دغويي دمياشتې ٦نيټه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې د روسیې فدراتیف جمهوریت په سوچي ښار کې یې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په نهم امنیتی کنفرانس کې برخه اخیستي له خپل روسي سیال ښاغلي نیکولای پاتروشف سره د امنیتي اوسیمه ييزو همکاریوپر بهبود خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمې پرامنیتي او سیاسی حالت بحث وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې یې د همکاریو پر انسجام او پراختیا خبرې وکړې. د افغانستان او روسیې دملي امنیت سلاکارانوپه سیمه کې مخ پر وده ترهګریز ګواښونه د اندیښنې وړوبلل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیتي او پوځي همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.
دملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمروویل، چې په سیمه کې د نشه يي توکو تولید اوقاچاق د ترهګریزو ګروپونوله خوځښتونو او تقویې سره مرسته کوي او د دوی له پاره تر ټولو قوي مالي سرچینې جوړوي. ښاغلي اتمر ټینګار وکړ، چې د نشه يي توکو تولید، قاچاق او ترهګري له یو بل سره ژورې اړیکې او ریښې لري ، نومړي د سيمې له هيوادونو وغوښتل چې د دې شومو پديدو په مخنيوي کې مسوولانه او عملي اقدامات وکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د تبلیغاتي تقابل او پر یوبل د تورونو د لګولو پرځای دهمکاریو اورغند ه فضا په رامنځته کولو ټینګار وکړ. په دې کتنه کې هوکړه وشوه، چې دواړه هیوادونه به په هغو مواردو دوه
اړخیزې څیړنې او بررسۍ کوي، چې افغانستان او روسیه یې په اړه اندیښنې لري.
دملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ د مهمو هېوادونو او قدرتونو لپاره د همکاریو او همغږیو پر ځای بدل شي او زیاته یې کړه چې، دې برخه کې د سیاسي رقابتونو دوام د هیڅ هیواد په ګټه نه دی.
د افغانستان او روسیې د ملي امنیت د سلاکارانو په دې کتنه کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ګډون د دوه اړخیزو اوڅو اړخیزواقتصادي همکاريو په پراختیا هم خبرې اتری وشوې.
د روسیې د ملي امنیت سلاکار ښاغلي نیکولای پاتروشف ښاغلي اتمر ته د هرکلي په ویلو سره وویل، چې د سیمې د سیاسي، امنیتي په ځانګړي توګو له ترهګرۍ سره د مبارزې او نشه يي توکو قاچاق له امله د افغانستان اندیښنې پر ځای دی.
ده وویل، چې هېواد یې چمتو دی، ترڅو د دوه اړخیزو امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو د دوام په موخه له افغانستان سره د لوړې کچې بحثونه پیل کړي ترڅو د عملي اقدماتو لپاره زمینه برابره شي.
پاى ذکرالله
0 2 دقیقې لوستل