د افغانستان او ترکيې د سوداګرو ترمنځ تجارتي قراردادونه لاسليک شول
کابل باخترد وري دمياشتې ٣١ :
د افغاني اوترکي شرکتونو ترمنځ څه دپاسه اويا تجارتي قراردادونه په کابل کې لاسليک شول.
د افغانستان د سوداګري اوصنايعو دخونو لومړي مرستيال خان جان الکوزي دباختراژانس له خبريال سره په تلفوني خبروکې وويل: د افغان _ ترک دريم نړيوال نندارتون چې په کابل کې جوړشوى و؛ پاى ته ورسيد.
ده وويل: په دې نندارتون کې له دواړو هيوادونو څخه اووه پنځوسو شرکتونو خپل محصولات په سلوغرفوکې نندارې ته وړاندې کړې دي. سربېره پردې پنځوسو تنو ترکي سوداګرو اوپانګه والو هم په دې نندارتون کې ګډون کړي وو .
الکوزي زياته کړه: ددغه نندارتون ترڅنګ په تجارتي برخوکې د افغاني او ترکي شرکتونو ترمنځ څه دپاسه اويا تجارتي قراردادونه لاسليک شول.
د الکوزي په وينا، ددغو قراردادونو له مخې به افغاني سوداګرو له دې وروسته په مستقيم ډول له ترکي سوداګرو سره سوداګرۍ وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو لومړي مرستيال زياته کړه: ددغو نندارتونونو جوړول د دواړوهيوادونوترمنځ دسوداګرۍ په وده کې اساسي رول لوبوي او د دواړو هيوادونو سوداګرپه افغانستان اوترکيه کې له خپلو توليدي موادو او د مالونو له بازارموندلوسره بلدتيا پيداکوي.
د افغانستان اوترکيې د سوداګرۍ د خونو د قراردادله مخې، په کال کې يوځل په افغانستان کې د لسوکلونو لپاره دغه شان نندارتون جوړيږي.